
یکنانیوزد سرښیندونکو د چارو او د شهیدانو فاؤنډیشن راپور راکړ، د ایران د شهیدانو او سرښیندونکو د بنیاد په اعلامیې کې راغلي دي، په وروستیو ترهګرو پيښو کښې دشهیدان د اته کلنې مقدسې دفاع او د نورو شهیدانو په شان دي او دایران د ملت غیږه تل ترتله ورته خلاصه ده.
چې په ایران کښې د اسلامي انقلاب له بریالیتوب وروسته د ترټولو سترو، پیچلو او پراخو ترهګرو عملیاتو د مړو د شمیر د څیړنې نتیجه معلومه شوه.
د ایران د شهیدانو او ایثارګرانو فاونډیشن په یوې بیانیې کښې په وروستیو بلواو کښې د شویو مړو د شمیر په هکله ویلي دي: له ټول ټال ۳۱۱۷ مړو څخه د امنیت د ساتونکو او د عامه وګړو په شمول ۲۴۲۷ تنه د شهادت لوړې درجې ته ورسیدل.
په دې هکله د ایران د شهیدانو د بنسټ بیانیې په متن کښې راغلي دي:
بسم الله الرحمن الرحیم
من المومنین رجال صدقوا ما عاهدوا الله علیه فمنهم من قضی نحبه و منهم من ینتظر و ما بدلوا تبدیلاً
د ۱۲ ورځني جنګ په دوام کښې د روزل شویو ترهګرو عواملو سره د ایران د دښمنانانو خیانتکاره لاس یوځل بیا په یوه ستر جنایت ککړ شو
په ډیر غم او خفګان سره د اسلامي ایران بیدار ولس ته خبر ورکوو چې د عدلي طب ادارې څخه د ترلاسه شویو معلوماتو(میډیکل رپورټس له مخې، د تیرو شپو ورځو په ترهګرو پيښو او بلواؤکښې چې د تکفیري او داعشي ډلو د بې رحمه او قهرجنو جنایتونو یادوونکې وې، له ټولټال ۳ زره ۱۱۷ وژل شویو څخه، د امنیت د ساتونکو ځواکونو او د بیلابیلو پرګنو د خلکو په شمول د ګران وطن ۲ زره ۴ سوه او ۲۷ مظلوم او بیګناه کسان شهیدان شول. د ایران ولس د دغو پاکو او بیګناه شهیدانو په غم، غمجن دی.
خبرپاڼه لیکي: بای ذنب قُتِلُت؟
د ایران دا مظلوم خلک په کومه ګناه ووژل شول؟ د بې مثله ځوانانو پاکه وینه د روزل شویو ترهګرو عواملو په سخت زړه توب او بې رحمۍ سره وبهوله شوه. د هغوي پاک وجودونه وسوځول شول، ټوټې ټوټې شول، سرونه یې پرې او جلا کړې شول او حتی په مړو یې هم ورله رحم ونه کړ.
زیاتره شهیدان، په لاره تیریدونکي کسان وو چې د ړندې ترهګرۍ د وحشي توب او ډزو ښکار شول او شهیدان شول او ځیني بیا هغه معترضان وو چې په ګڼه ګوڼه کښې د پلان شوې ترهګرۍ په لړ کښې په ډزو ووژل شول.
جوته ده چې د ایران ولس به په جنایتکاره صهیونیسټي رژیم پورې پیئلي ترهګر او د هغوي نور عوامل به پرې نږدي چې د امریکې د مجرمو مشرانو له خوا یې ملاتړ شوی او په وسلو سنبال کړی شوي دي او د ایران د ولس په سر او مال او مقدساتو یې له هیڅ ډول تیري ډډه ونه کړه.
په دغه بیانیه کښې همداشان راغلي چې د دې وطن د اولادونو له قاتلانو او د هغوي له ملاتړو به د هغوي د شرارتونو او کړنو ځواب واخیستی شي.
https://iqna.ir/fa/news/4329660